اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د دفاعي پېداوار وفاقي وزيرې زبېده جلال سره پاكستان كښې د ازبكستان سفير فرقت صدیقوو خپل دفاعي استازي لېفټېننټ کرنل سعد اللہ تشماتوو سره ليدلې دې۔ په دې مو??ع د دفاعي پېداوار دوهم سېكتر مېجر جنرال علی عامر اع??ان هم موجود ٶ۔ په خپلو خبرو كښې وفاقي وزيرې زبېده جلال ووئيل پاکستان ازبکستان سره د ملګرتيا او د شريكې مرستې اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دواړ?? هېوادونو ترمېنځه شريكې اړيكې په احترام او باور آډانه دي۔ په دې مو??ع د ازبكستان سفير ووئيل پاكستان ډېر قدرتي وسائل لري چې په سوب ئې يو فعاله معيشت او دې ته د لا ودې وركولو صلاحيت موجود دے ۔