اسلام آباد ۔ 01 اګست (اے پی پی) د قومي احتساب بېورو (نېب) اېګزېكټو بورډ د اختياراتو په ناجائزه ډول كارولو د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ??ېلاني٬ د آئي ټي پخواني سېكتر فاروق اعوان او نورو په ضد د بدعنوانۍ رېفرنس دائر كولو منظوري وركړه۔ د اېګزېكټو بورډ غونډه د نې?? چيئرمېن جسټس جا??ېد اقبال په مشرۍ كښې نې?? هېډ كوارټرز اسلام آباد كښې وشوه۔ نې?? ??ا خبره په ډاګه كړه چې د ټولو شكايتونو كره كتنه ٬ انكوائرۍ او پلټنې د تورونو په بنياد پېل كړې شوې كومې چې حتمي نه دي۔ نې?? به ټولو اړوند ادارو څخه هم د قانون ترمخه ددوئي موقف معلوموي دغسې چې د قانون ترمخه كارروائي عملي كړې شي۔ د نیب اېګزېکټو بورډ پرېكړو تفصيلات ترمخه د نې?? اېګزېكټو بورډ غونډې د پخواني وزيراعظم سیّد یوسف رضا ??یلانی، د آئي ټي پخواني سېكتر فاروق اعوان، پخواني پي آئي او محمد سليم ٬ د يونيورسل سروس كمپنۍ پخواني سيد حسن شېخ او د آئي ټي وزارت د نورو تورنو چارواكو په ضد د بد عنواۍ رېفرنس دائر كولو منظوري وركړه