ملګري ملتونه ۔ 10 جولائی (اے پی پی) پاكستان په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې هغوي بايد مقبوضه كشمير ٬ فلسطين ٬ ميانمار او د يمن پشمول په ګرده نړۍ كښ?? جنګ ځپلې او غېر ملكي تسلط سره د مخ سيمو كوچينانو تحفظ لپاره كوټلې تګلاره جوړه كړي ۔ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښ?? ” كوچنيان او وسلوالې شخړې”په سرخط د مباحثې په مهال د خيالاتو څرګندونه كولو سره نړيواله اداره كښ?? د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي ووئيل مقبوضه کشمیر كښ?? كوچنيان هغه ظلمونو او ستونزو سره مخ دي كوم چې د بيانولو نه دي۔ دغلته د نړيوال قانون په لويه كچه خلاف ورزي كېږي چې له مخې ئې لوئې شمېر كوچنيان ځپلې شي او دا صورتحال د غندنې وړ دے۔ د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي ووئيل بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمېشن تازه راپور ترمخه مقبوضه كشمير كښ?? د 18 كالو څخه كم عمره ماشومان تش د نامې پبلك سېفټي اېكټ تور قانون ترمخه نيولې او تشدد سره مخ كولې شي۔ مقبوضه كشمير ٬ فلسيطن او د يمن صورتحال نړيوالې ادارې څخه غوښتنه كوي چې هغه دې ځپليو سيمو كښ?? كوچنيانو ته تحفظ وركولو له د فعاله تګلارو لټون تند كړي۔ په دې اړه د شخړو مخنيوي ٬ د اوږدې مودې ستونزو هوارولو٬ د غېر ملكي قبضې ختمولو او د پائيدار امن لپاره ګامونه پورته كېدې شي۔ او دا بايد د سلامتي كونسل وړومبۍ ت??جي?? وي۔ په دې مهال هندي استازي تن مايا لال په پاكستانۍ استازې د نړيوال فورم په ناوړه توګه د كارولو تور لګولو سر?? ووئيل په دې مهال د مقبوضه كشمير د صورتحال ذكر غېر متعلقه دے۔ هندي استازي بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمېشن راپور په اړ?? ووئيل په دې مهال دا راپور بايد وړاندې كړې شوې نه وې۔ ده زياته كړه چې پاكستان د مقبوضه كشمير په معاملو كښ?? لاس وهنه كوي۔ ملګرو ملتونو كښ?? د پاكستاني مشن دوهم سېكتر جاوېد چټھه د هندي استازي ځواب كولو سره سلامتي كونسل ت?? ووئيل هند د دې تورونو د لارې د خلقو ګمراه كولو هڅه كوي ولې چې په دې تورونو څوك هم باور نه لري۔ د?? ووئيل هند هڅه كوي چې كشمير كښ?? د عامو وګړو په ضد په خپلو روانو خلاف ورزيو پرده واچوي۔ د?? ووئيل هندي ځواكونو د خپلو كاروايو په مهال مقبوضه كشمير كښ?? 100 زره څخه زيات كشميريان وژلي دي۔ده غوښتنه وكړه سلامتي كونسل دې په دې معامله د نړيوال ضمير په حېث خپل كردار ترسره كړي۔ په دې مهال د ملګرو ملتونو عهدېدار ورجينيا ګېمبا هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې رجحان ختمولو له په ګډه كار وكړي۔ د يونيسف مشر هنريټا ووئيل په نړۍ كښ?? هر څلورم ماشوم يا ماشومه جنګ يا ت??اھۍ سره مخ ده او د سلامتي كونسل غړو هېوادونو له به د دې كوچنيانو د سباؤن په اړه سوچ كول وي