اسلام آباد 25 جون (اے پی پی) د اطلاعاتو،خپرونو ، قامی تاریخ او ادبی ورثې وفاقی وزیر ب??رسټر سید علی ظفر وئيلي دي جمهوریت له ميډيا ته اړتيا ده، لنډمهاله حکومت په بشپړه توګه غیر جانبدار دے، د بلیم ګیم برخه ګرځيدو نه غير د ټولو وزارتونو او څانګو په اړه حقائق قام ته وړاندې كوو، جمهوریت د معاشی عدم مساوات ،عدم برداشت او غلطو خب??ونو په شان خطرو سره مخ دے، كرپشن ختمول زم??نږ د ټولو هدف دے ٬ دې لپاره ټول معلومات ،حقائق به قام ته وړاندې كول وي، شفاف او غیر جانبداره ټاكنې زم??نږ هدف دے، لنډمهاله حکومت شپه ورځ كار كوي،حکومت په سپيځلې ډول چلولو له میډیا آن بورډ اخستلو ته اړتيا ده، میډیا دې ښه والې له د حکومت لارښودنه وكړي۔ ده د ګل په ورځ د سی پی این ای ایډيټرز سټينډن?? کمېټۍ غونډې ته خطاب كولو۔ وفاقی وزیر ب??رسټر سید علی ظفر ووئيل بايد په سپځلې ډول حکومت وچلولې شي، حکومت شفافیت سره د چلولو يوه طریقه ده چې معلومات اولس سره شیئر ??ړې شي، میډیا به هم خب?? ساتلې شي چې مسئلو په شا كوم وجوهات او حقائق دي ۔ ده ووئيل تر هغه وخت حکومت په سم ډول نه شي چليدې تر څو چې اولس او ميډيا د ټولو مسئلو د حقائق څخه نه وي خب?? شوې۔ ده ووئيل كرپشن ختمول زم??نږ د ټولو هدف دې ٬ حقیقت كښې به کرپشن هله ختم شي كله چې ټرانسپرنسی راشي۔ ده ووئيل ما چې د كومو هم وزارتونو قلمدان راكړې شوې ما ټولو ته سپارښتنه كړې چې شفافیت سره كار وكړي، د بلیم ګیم نه غير چې كوم هم حقائق دي هغه به اولس سره شیئر ??ولې شي،حقائق به اولس ته رسولې شي۔ده ووئيل جمهوریت له ميډيا ته اړتيا ده ،جمهوریت دا مهال درې لويو خطرو سره مخ دې معاشی عدم مساوات ، عدم برداشت او او فیك نیوز(غلط خب??ونه) ۔ وفاقی وزیر سید علی ظفر ووئيل پی ټی وی د اطلاعاتو وزارت کنټرول كښې دې مونږ پی ټی وی له مينډيټ وركړې چې ټولو سياسي ګوندونو له يو برابر وخت وركړي۔ده ووئيل په ټی وی چینلز چې كله ګرينډ ډیبیټ كېږي په هغې كشې كانديدان د خپل ګوند منشور ،معاشی اهداف ، مسائل ،سماجی ایشوز خب??ې نه كوي۔ ده ووئيل میډیا او اولس ته چې كله معلومات ترلاسه شي نو بدلون به په حقیقی معنو كښې راشي۔ ده ووئيل مونږ سره وخت كم دې څو چې څومره مونږ څخه كيدې شي هغه به ضرور کولې شي۔ ده ووئيل لنډمهاله حکومت کابینې په وړژمبنۍ غونډه كښې دا پريكړه شوې وه چې صاف ، شفاف ،غیر جانبدار ټاكنو له به د الیکشن کمېشن سره هر ډول مرسته كولې شي دغسې چې ټاكنې په سپيځلې ډول او په و خت وكړې شي۔ دې څخه وړاندې د سی پی این ای ایډيټرز سټينډن?? کمېټۍ غړو بيلې مسئلې هم وفاقی وزیر ته وړاندې كړې،وفاقی وزیر د مسئلو زر تر زره حل كولو باور وركړو۔