اسلام آباد/ نيويارك ۔25مئی (اے پی پی) پاکستان وئيلي دي نړيوال امن او امنيت ته وده وركولو لپاره به د څو لسيزو پخوانۍ د ك??مير او فلسطينۍ ستونزو بنيادي سببونو ته پام لرنه كول وي۔ كشمير او فلسطين كښې په وګړو بريدونه د نړيوال قانون خلاف ورزي ده۔ د ملګرو ملتونو سل??مت?? كونسل كښې په مسلح شخړو كښې د وګړو حفاظت په اړه بحث كښې ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي ووئيل هغه وخت لاړو چې په وګړو به د مسلح شخړو د اثرات زيان ??حد??د وو۔ جنسي زياتۍ ٬ جبري بې دركه كول ٬ مړي او هدفي بريدونه د موجوده دور د مسلح شخړو تور بابونه دي او د بشري زيانونو تر ټولو تور عكس وړاندې كوي۔ دې ووئيل د وګړو حقونو او د بشري ژوند احترام په اړه د وګړو د تحفظ په لړ كښې د جنېوا كنونشنز خلاف ورزۍ كیږي او د داسې جرمونو منصوبه سازو ته د ملټري كمانډرانو لخوا اعزازونه وركولې شي۔ سفارتې استازې ووئيل فلسطين او مقبوضه كشمير د سل??مت?? كونسل په ايجنډا ډېره پخوانۍ مسئلې دي۔ ډاكټر مليحه لودھي 15 كسيزه سل??مت?? كونسل ته ووئيل د سل??مت?? كونسل لخوا په غېر ملكي جارحيت او قبضه د كومې كاروائۍ نه كولو په سوب داسې صورتحال رامخې ته كېږي كوم كښې چې جرمونه كېږي٬ د وګړو په مرګ ژوبله كښې زياتوالې كېږي چې په نتيجه كښې ئې ??ې كوره شوې كورنۍ د بشري خواخوږۍ په بنياد مرستې او تحفظ ته اړتيا لري۔ پاکستانی سفارتی استازې ملیحه لودھی بحث راغونډولو كښې د وګړو تحفظ مقاصد ترلاسه كولو له د جنګي شخړو رامخې ته كېدو مخنيوي په حاجت زور راوړو۔ دې ووئيل مونږ له به د وګړو تحفظ له اجتماعي هڅې كول وي۔ ګني په بل صورت به مونږ د سبب لرې كولو په ځائې يوازې د علاماتو علاج كوو