اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي قامي اسمبلۍ كښې د ف??ټا په حقله قامي يو والې خوش آئند دے٬پھ داسې د چا جذبات مجروح كول ښھ نه دي٬پاكستان د كركې د سياست او په ټول ټاكنو كښې د تاخير متحمل كېدې نه شي٬پاكستان كښې د اخلاقو نه د لرېوالي او د بدتميزۍ د سياست هېڅ ځاې نشتھ٬د ف??ټا ??ول?? له هم هغه آسانۍ وركول غواړو كومې چې د هېواد نور ??ول?? ته ترلاسه دي٬زمونږ مقصد د قبائېلي سيمو د ??ول?? باور ترلاسه كول دي او هم دا زمونږ لاره ده۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ف??ټا انضمام په حقله د 31م آئيني بدلون منظورۍ نه وروستو په خپله وېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل ??امي اسمبلۍ نن يو تاريخي بل منظور كړی او د دې نتيجې به ډېرې ګټورې وي٬د مخالفې ډلې ??نن?? كوم چا چې بل پھ منظورۍ كښې زمونږ ملګرتيا كړی٬دا هڅه د تېرو څلورو كلونو نه روانه وه او په دې اړه د سرتاج عزيز په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړی شوې وه كومې چې دوه دوه نيم كاله كار وكړو ا?? راپور يې وړاندې كړو۔ده ووئيل د دغه راپور په بنياد د ف??ټا كمېټي جوړه كړی شوه چې پكښې سرلښكر٬صوبائي اعلٰی وزيران٬ګورنر٬وفاقي وزيران او نور شامل وو۔دغې كمېتۍ د راپور جاج واخست او وروستو ورله د بل شكل وركړې شو۔حكومت او مخالفه ډله په بل سلا شول او نن بل منظور كړی شو۔وزيراعظم ووئيل ??ه خاص توګه د سيد خورشيد شاه ٬ شاهد محمود قرېشي او د فاروق ستار پشمول د ټولو ??نن?? كوم چا چې د بل منظورۍ په اړه نه يوازې زمونږ ملګرتيا كړی بلكې خپلې رائے يې هم راكړې دي۔ده ووئيل ??ن هم حكومت او مخالفو ګوندونو په سلا دا بل منظور كړی۔د دې بل پھ حقله چې څنګه قامي يو والي ته اړتيا وه هم هغسې اتفاق پیدا شو۔د عمران خان وېنا په حقله وزيراعظم د نوم اخستو نه غېر ووئيل زه پھ دې افسوس لرم چې اوس كومه وېنا وكړی شوه او په كښې داسې خبرې وشوې چې د كومو ضرورت نه وو٬نن داسې كومه خبره نه وه پكار چې ترې كركه محسوسېيږي۔ده ووئيل د دې خبرو نه د پاكستان ??ول?? خبر دے او په دې غونډه كښې څو ځله په دې بحث شوې چې دهرنا ولې وه ؟ چا وكړه ؟ څنګه وشوه او قانوني اړخ يې څه و۔ده ووئيل ??ه د الېكشن كومه شخړه وي د هغې حل له په الېكشن كمېشن كښې پيټشن دائر كېږي او دغسې دغه عمل ترسره كېږي۔