اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)پا??ست??ن وئېلي دي چې په ګوادر كښې د چين د پوځي اډې جوړولو په كوم تجويز غور نه كېږي٬د ډرون بريد به مناسب ځواب و??كولې شي٬د اولس مشر ټرمپ په ټويټ په پا??ست??ن كښې د امريكا سفير خارجه دفتر ته رابللو سره احتجاج رېكارډ كړې شوې٬د امريكې مرستې په اړه به ډېر زر تفصيلي راپور جاري كړې شي٬د هند د انټي بيلسټك ميزائل پروګرام سره به منطقه عدم استحكام سره مخ شي٬پا??ست??ن هند سره ټولې معاملې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړي۔د زيارت په ورځ د اونيز پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره ووئيل چې د امريكې د مرستې په اړه د دفاع په وزارت كښې كار روان دې او په دې لړ كښې به ډېر زر يو تفيصيلي راپور جاري كړی شي۔ده ووئيل چې آئي اېس پي آر هم واضحه كړې چې د ډرون بريدونو به مناسب او موثر ځواب و??كولې شي٬په پا??ست??ن كښې د چين د پوځي اډو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې د ګوادر پشمول په پا??ست??ن كښې چرته هم د چين د پوځي اډو په كوم تجويز غور نه كېږي٬ځينې دښمن عناصر سي پېك لامينځه وړولو لپاره د پا??ست??ن او چين اړيكې ځپلو لپاره دا ډول افواګانې خپروي۔د پاك افغان ټرانزټ ټرېډ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې تېر كال افغانستان ته د پا??ست??ن په برآمداتو كښې 9 فيصده اضافه شوې او افغان دولت هم د تازه ميوو درآمداتو لپاره رجوع كړې۔دې مقصد لپاره ټول كراسنګ بارډر پرانستل شوي۔وياند ووئيل چې ځينې عناصر افغانستان ته د پا??ست??ن د برآمداتو د كمي په اړه پروپېګنډې كوي په كومو كښې چې هېڅ حقيقت نشته٬پا??ست??ن به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت زياتولو لپاره مرسته روانه ساتي۔په ايران كښې داوسنو احتجاجي مظاهرو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل پا??ست??ن ايران سره د ورورولۍ ښې اړيكې لري٬دا د ايران كورنۍ معامله ده هيله ده چې د ايران حكومت به په دې په ښه ډول قابو بيا مومي۔په بيجنګ كښې د پا??ست??ن چين او افغانستان د درې اړخيزه غونډې په اړھ د پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل چې پا??ست??ن په غونډه كښې د پولې انتظام٬د نشه اي توكو مخ نيوي او د كډوالو د ستنولو په معامله خبرې كړې دي