اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وز??راعظم شاهد خ??قا?? عباسي باور وركړې چې د امريكائي اولس مشر سوئيلي آسيا پحقله په نوې پاليسۍ سېنېټ كښې كېدونكې بحث په پي ټي وي نېغ په نېغه د نه ښودلو به جاج اخستې شي۔ د زيارت په ورځ وز??راعظم شاهد خ??قا?? عباسي سېنېټ كښې د ب??ث په مهال پي ټي وي ته امر وكړو چې د دواړو ايوانونو د كاروائيو لائيو كورېج وكړئ ٬ د دې خبرې به جاج اخلو چې په دې سپارښتنه عملدرآمد ولې ونه كړې شو۔ د غونډې په مهال د سېنېټ چيئرمېن تجويز وركړې ٶ چې بايد د غونډې موده زياته كړې شي دا ځكه جې د سېنېټ خارجه كمېټي په دې معامله سفارشات جوړوي ۔ د دې په ځواب وزيراعظم شاهد خ??قا?? عباسي ووئيل په دې معامله د پارلمان په ګډه غونډه هم رابللې كېدې شي۔ وز??راعظم ووئيل د امريكائي اولس مشر لخوا سوئيلي اسيا او افغانستان لپاره د نوې پاليسۍ اعلان مهمه معامله ده ۔ ده ووئيل په دې مهمه معامله د كابينې غونډه او د نېشېل سيكورټي كمېټۍ غونډه كښې هم څلور ساعته خبرې شوې ۔دې څخه وړاندې د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وزيراعظم خبر كړو چې پي ټي وي په سېنېټ كښې د شوو خبرو اترو لائنو كورېج نه دې ښودلې