هري پور 20 جنوري (اے پي پي)پخواني وزيراعظم م??مد نواز شريف وئېلي دي يو بل ته كنځلې كوونكي د مسلم ليګ(ن)په ضد يوځاې شوي٬د مال روډ او??سي غونډې مخالفينو ته خپل او??ات ښودلي٬د نوي پاكستان جوړونكي دې او??ائي چې دوي څومره روغتونونه او پوهنتونونه جوړ كړي٬په خېبرپښتونخوا كښې د برېښنا لويې پروژې پیل كونك?? ادعاګانې څه شوې۔ده د خالي په ورځ هري پور كښې او??سي غونډې ته خطاب كولو۔غوڼډې ته مريم نواز هم خطاب وكړو۔په دې مهال وفاقي وزير سردار م??مد يوسف٬د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي٬سناتور پروېز رشيد٬سناتور ډاكټر آصف كرماني٬د وزيراعظم صلاحكار سردار مهتاب ا??مد خان٬د قامي اسمبلۍ غړي بابر نواز خان٬امير مقام او پير صابر شاه ه?? موجود وو۔پخواني وزيراعظم او??سي غونډې ته ووئيل د او??س سره چې كومې هم وعدې وكړو هغه ترسره كوو۔ما د او??س په امانت كښې هېڅ حيانت نه دې كړې٬په 2018 كښې به ټول ټاكنو كښې او??س د دوي د نااهلۍ پريكړه بېرته واخلي۔مونږ به كور نه لرونكو خلكو له ??ور??نه وركوو۔ده ووئيل د نوي پاكستان جوړونكي هېڅ هم نه لري او د نوي پاكستان جوړونكو او??ات تاسو درې ورځې مخكښې وليدل۔ده ووئيل وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ما له د هزارې موټروې پروژې پرانستې بلنه راكړې وه زما هم دا خوښه وه چې د هزاره موټروے پروژې پرانسته وكړم خو زه ايسار كړی شوم۔ده ووئيل ملازمانو له د ??ور??نو وركولو لپاره سكيم معارفي كوو٬ او په 2018 ټول ټاكنو كښې زه د مسلم ليګ(ن)كاميابي وينم۔ده ووئيل پارلمان ته كنځلې كوونكي پخپله د پارلمان نه تنخا او آسانۍ اخلي او د پارلمان برخه دي۔نواز شريف د هري پور او??س ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هري پور او??س د مومن كوټ جلسې له ماتې وركړې او ما د دې نه وړاندې دومره لويې مخلوق كله نه و ليدلې۔ده ووئيل او??س دې د عمران خان نه پوښتنه وكړي چې هغه په صوبه كښې څه بدلون راوستې۔د سونامي او??و نالولو پروژه چرته ده۔نواز شريف ووئيل زما مخالفت كول د مخالفينو تګلار او منشور دې۔د ادارو تذليل كوونكي او زندان ته د لېږلو دړكې كونكي به خپله زندان ته لاړ شي