اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري د امريكې كانګرس آرمډ سروس كمېټۍ رينكنګ غړي سناتور جيك ريډ سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال په سوئېلي آسيا كښې د امريكې په نوې تګلار د پاكستان په نقطه نظر او د افغانس??ان د موجوده صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهدري ووئيل پاكستان په كاميابۍ سره د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بوښت دے او سرحدي سيمې د عسكريت خوښو څخه پاكې كړې شوې دي۔ ده و??ئيل هېواد كښې د امن وضعه ښه شوې او په نړيواله كچه د پاكستان تشخص ښه شوې۔ سفير ووئيل د پاكستان پېژندګلو د يو ښه معيشت او د سرمايه كارو زيات شوي باور سره رامخې ته شوې۔ ده و??ئيل پاكستان په افغانس??ان كښې امن له امريكې سره په ګډه په كار كولو كښې خوښي لري ځكه چې د افغانس??ان خراب صورتحال سره د پاكستان په معاشي پرمختګ او امن منفي آغېز پريوځي۔ ده په دې خبره د تشويش څرګندونه و??ړه چې د افغانس??ان څخه ترهه ګر په پاكستان بريدونه كوي۔ د اعزاز چوهدري خبره ستائېلو سره سناتور رېډ ووئيل پاكستان امريكې سره ښه اړيكې لري او امريكا په افغانس??ان كښې امن له هڅې كوي