اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندی او پرمختګ وز??رت د سرکاری څانګې پرمختيائي پروګرامونو له مخې د نېشنل هائی وے اتھارټی پرمختيائي پروژو له په مجموعي توګه تر اوسه 69 اربه 90 كروړه 96 لكه روپو څخه زيات فنډز جاري كړے، حکومت د این ایچ اے پرمختيائي كارونو له روان مالی كال كښې 3 کھربه 25 اربه 72کروړه رژپو څخه زيات فنډز بيل كړے۔ د پلاننګ کمېشن لخوا جاري شويو شميرو له مخې حکومت برهان۔حویلیاں ا??کسپریس وے لپاره 15 کروړه، چین پاکستان اقتصادی راهدرۍ ترمخه هکلا۔یارك ډی آئی خان موټر وے جوړولو له 7 اربه 50 کروړه، د اسلام آباد نوې هوائ?? ميدان سره تړونكې لنك سړك جوړولو له يو 50 کروړه، سیالکوټ۔لاهور موټر وے تعمیر له 14 اربه 25 کروړه، یارك۔مغلکوټ۔ژوب سیکشن جوړولو له 80 کروړه، چین پاکستان اقتصادی راهدرۍ ترمخه جګلوټ۔سکردو سړك جوړولو له 86 کروړه روپو پشمول نورو پرمختيائي پروژو له فنډز جاري كړے۔