رحيم يار خان 14 اکتوبر (اے پي پي) د بېنظير ا??كم سپورټ پروګرام مشرې ماروي مېمن وئيلي دي چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت به خپله آئين?? موده پوره كوي٬ د غوره كاركردګې په بنياد به په راتلونكو ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كولو سره د هېواد په تاريخ كښې پرله پسې دويم ځل حكومت جوړولو سره د وړومبي سي??سي ګوند اعزاز ترلاسه كوو٬ وزيراعظم شاهد خاقان عب??سي د مسلم ليګ﴿ن﴾ لخوا وضع كړې شوې پالېسې مخ په وړاندې بوځي۔ هغې دا خبرې د خالي په ورځ په رحيم يار خان كښې خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ ماروي مېمن ووئيل چې وزيراعظم شاهد خاقان عب??سي د مسلم ليګ﴿ن﴾ لخوا وضع كړې شوې پالېسې مخ په وړاندې بوځي او د توان پشمول يو شمېر لوئې پروژې د ترسره كېدو په حال كښې دي۔ هغې ووئيل چې حكومت ادارو سره ټكر نه غواړي او په دې لړ كښې بې ځايه افواګانې خپرولې شي?? د دې څخه وړاندې ماروي مېمن د رحيم يار خان د بېلا بېلو سيمو دوره وكړه۔