لاهور۔30اګست (اے پی پی) پخوانے وزيراعظم نواز شريف جاتي امرا??? څ??ه لندن ته روان شوے۔ نواز شريف به د قربانۍ اختر خپلې كورودانې او ځامنو سره لندن كښې ??مانځي۔ پخوانے وزيراعظم نواز شريف د اي كے 625 د لارې د دبۍ په لاره لندن ته روان شوے۔ په دې مهال د لاهور په هوائي مېدان امنيت ټينګ كړے شوے وو۔ پخواني هوائي مېدان پلو تلونكې ټول?? لارې بند كړې شوې وې۔ ډيوټي وركوونكې ټولې عملې څخه موبائل فون هم اخستلے شوے وو۔ پخواني وزيراعظم ته په مخ ښه وئيلو له په هوائي مېدان د پنجاب اعلی وزير شهباز شريف موجود وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د نواز شريف كورودانې كلثوم نواز ٬ حمزه شهباز ٬ د نواز شريف دويمه لور او د خزانې وزير اسحاق ډار اينګور اسماﺀ علي ٬ د شهباز شريف لور ٬ د حمزه شهباز كورودانې او بچي او د شهباز شريف ځوے سلمان شهباز وړاندې نه لندن كښې ??وجود دے۔ بلخوا د كلثوم نواز مرۍ كښې د كېنسر رنځ تشخيص شوے د كوم علا?? لپاره چې هغه لندن ته تلې ده۔